اسلامي ایران د اسلامي نړۍ د وحدت غوښتونکی دی

 

  • اسلامي ایران د  اسلامي نړۍ د وحدت غوښتونکی دی

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ د ایران سټراټيژۍ په اسلامي نړۍ کښې وحدت دی .

هغه پرون د کابینې په غونډې کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم او د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه زوکړو د ورځو او د وحدت د اونۍ په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره وویل د ایران سټراټيژۍ په اسلامي دنیا کښې وحدت او د دښمن سټراټيژۍ د تفرقې رامینځته کول دي .

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد ص او د هغه اهل بیت په اسلامي دنیا او بشري ټولنه کښې د وحدت رمز دي .

رئیسي دغه راز  وویل هر هغه څوک چې په پوهیدلي ډول یا په ناپوهۍ سره د وحدت پرضد کوم اقدام ترسره کړي نو د دښمن خدمت یې کړی دی .

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې ټينګار سره چې باید ټول هڅه وکړو د ایران د بیلابیلو قومونو او مذهبونو د مسلمان ملت د وګړو ترمینځ وحدت وساتل شي وویل دغه موضوع د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره تاکتیک نه بلکې یوه(۱) سټراټيژۍ ده .